د اترا اداري موظف هیُت د بلخ له والي سره ناسته درلوده

۱۷ تله ۱۳۹۸
د افغانستان مخابراتی خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) موظف هیت د یادې ادارې د مالی او اداري محترم مرستیال سید بلال هاشمي په مشرۍ د بلخ محترم والي محمد اسحاق ره ګذر سره د مخابراتي خدمتونو او فعالیتونو د څرنګوالی او څارني په موخه د بلخ ولایت په مقام کې ناسته درلوده . په یاده ناسته کې د اترا اداري مالی او اداری مرستیال محترم سید بلال هاشمي د اترا اداري اود یادې ادارې اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو چې په یاد ولایت کی د دولتي ادارو ، بلخ پوهنتون، ښوونځیو ، روغتونونو اونورو ادارو په انټرنیټ او په ټنکالوجۍ وسایلو سمبالښت او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعالیتونه ، راتلونکي پلانونه او معلومات شریک کړل .
په یاده ناسته کې د بلخ محترم والی محمد اسحاق رهګذر له مرکز څخه د اترا اداري موظف هییت د ورتګ د اترا ادارې دفعالیتونو او مخابراتي ستونزو ته په وخت د رسیدګي څخه قدرداني او مننه وکړه اوهم یې په یاد ولایت کې د مخابراتی ستونزو ، ننګونو او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د اترا ادارې موظف هییت ته خپل نظرونه او وړاندیزونه واورول.
د اترا ادارې موظف هیت دغه ستونزې او وړاندیزونه واوریدل په یاد ولایت کي ژر تر ژره د ستونزو د حل لپاره ډاډ څرګند او په راتلونکې کې د لا ښو خدمتونو په ژمنه وکړه.