د اترا ادارې مشرتابه او کارکونکو د هیواد دخپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۹۹ یمه کلیزه ونمانځله

۴ وږی ۱۳۹۷  د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې مشرتابه او کارکونکو د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۹۹ یمه کلیزه د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د اترا ادراې عمومي رئیس ډاکټر محمد نجیب عزیزي د خپلواکۍ د اهمیت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې  ویې ویل : د ویاړو ځای دی  چې زموږ ګران هیواد افغانستان د تاریخ په اوږدو کې داسې  مبارزین درلودل  چې هر وخت یې دظلم او بې عدالتیو پر وړاندی وسله پورته کړې او په ډيره میړانه یې له خپلې خاورې دفاع کړې ده. په پای کې یې د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په مناسبت ټولو هیوادوالو ته مبارکي ورکړه.