د اترا ادارې لوړ پوړي پلاوي دهرات پوهنتون له مشرتابه سره د ناستې ترڅنګ په دغه پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له تاسیساتوهم لیدنه وکړه.

۴/ ۴/ ۱۳۹۸  د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې مالي او اداري مرستیال چې ددې ادارې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د هرات لرغوني ښار ته تللی دی، نن یې د هرات پوهنتون له مشرتابه، د کمپیوټرساینس پوهنځي له استادانو او په دغه پوهنتون کې د معلوماتي تکنالوجۍ له کارکونکو سره وکتل او له هغوی سره یې د ژوندانه د پرمختګ په چارو کې د معلوماتي تکنالوجۍ د رول په هکله خبرې وکړې، په دغه ناسته کې ښاغلي هاشمي وویل چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د تنظیم کوونکې ادارې په توګه کار کوي او په دې ویاړي چې  د هیواد پوهنتونونه، په تیره بیا د هرات پوهنتون یې له نوري فایبرسره وصل او هغو ته یې انټرنټي آسانتیاوې برابرې کړي دي .

د هرات پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله فایز په خپل وار سره خبرې وکړې او په اوسني وخت کې یې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې، دمخابراتي اومعلوماتي تکنالوجۍ د ترویج لپاره یې د اترا ادارې هڅې غوره او اغیزمنې وبللې او په دغه ولایت کې یې د مخابراتي تکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د اترا ادارې له ملاتړ او مرستو مننه وکړه.

په دغه کتنه کې د هرات پوهنتون د معلوماتي تکنالوجۍ اړوند ستونزې واوریدل شوې او د اترا ادارې په مرسته  ددغه پوهنتون د معلوماتي تکنالوجۍ د تاسیساتو د ودې او څرنګوالي اوشته ستونزو ته د حل لارو لټولو په هکله مفصلې خبرې وشوې.

د یادولو وړه ده چې دغه هیئت له هرات پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه پوهنتون کې د معلوماتي تکنالوجۍ له تاسیساتو چې د اترا ادارې د ټولیز لاسرسي (TDF) په مرسته جوړ شوي دي هم لیدنه وکړه.