د اترا ادارې د ولایتي کارکوونکو لپاره جوړ شوی اونیز ورکشاپ پای ته ورسیده

۱۴/ ۶ / ۱۳۹۸

هغه روزنیز ورکشاپ چې د اترا ادارې د ولایتې کارکوونکو د ظرفیت جوړونې او په ولایتونو کې د شته ستونزو د پیژندنې او حل په موخه جوړ شوی وو، تر یوې اونۍ دوام وروسته چې په کې د تخنیکي او مقرراتي زده کړو ترڅنګ د مرکزې ادارې د مسئولینو او ولایتي کارکوونکو ترمنځ د چارو د سمون په هکله له بحثونو او لارښوونو وروسته پای ته ورسید.

د اترا رهبري هیئت د یاد ورکشاپ پایله ښې وبللې او له ولایتي کارکوونکو یې وغوښتل چې د اترا ادارې د کړنو د لا ښه والي په موخه په ورکشاپ کې نوې ترلاسه شوې زده کړې په خپلو ورځنیو کاري چارو کې پلې او عملي کړي.