د اترا ادارې مشرتابه د مخابراتی شرکتونو له رئیسانو(CEO) سره ناسته وکړه

۲۴ مرغومی ۱۳۹۷ د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مشرتابه او مخابراتي شرکتونو مسئولینو په مخابراتي سکتور پورې د اړوندو مسئلو، شته ستونزو د هواري او د سکتور د ودې لپاره د همکاریو د لا پراختیا په موخه غونډه وکړه.

په دغه جلسه کې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکې مسئلو، زیربناو د ودې، خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پروژو په کاراچولو، د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو دپیاوړتیا په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې، دمخابراتي شرکتونو استازو په دې هکله د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.