د اترا ادارې مشرتابه له هغو افغان ځوانانو سره چې د برلین پوهنتون له کمپیوټر ساینس څانګې څخه یې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړې وو، وکتل.

۱۶ تلې ۱۳۹۷ د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رهبري هیئت له هغو افغان ځوانانو سره چې د جرمني هیواد د  برلین پوهنتون له کمپیوټر ساینس څانګې څخه یې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړې وو، وکتل. په دغه کتنه کې د اترا ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمدنجیب عزیزي د اترا ادارې د جوړښت او تخنیکي څانګو په هکله دهر اړخیزو مالوماتو د وړاندې کو ترڅنګ  وویل چې افغانستان دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ او خدمتونو په برخه کې ډيرې لاسته راوړنې لري، ددغه لاسته راوړنو د لا پراختیا او پرمختګ لپاره زموږ اداره په تخینکې برخه کې همداسې علمي او تخنیکي کدرونو ته اړتیا لري. ټينګار وشو چې افغان دولت د په دولتي ارګانونو او اترا اداره کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ د پرمختګ لپاره ستاسو په شان علمي کدرونو څخه ښه ګټه پورته کړي. د اترا ادارې رهبري په هیواد کې د مخابراتي سکتور د ودې او پرمختګ او عصري کولو لپاره د همدا ډول علمي او تخنیکی کسانو ګومارل  اړین وبلل او  په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورکړه .