د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ په غزنی ولایت کې د مخابراتی شبکو د خدمتونو د بیا رغیدو په اړه غونډه ترسره شوه.

له هغه وروسته چې  پر غزنی ښار وسله والو مخالفینو پراخ یرغل وکړ له دې ښار سره هر راز اړیکې پرې شوې، وسله والو مخالفینو د ډيری مخابراتی شبکو آنتنونه ویجاړ او د امنیتي تهدیدونو د زیاتوالي له امله  دمخابراتي شبکو خدمتونه په ټپه ودریدل.

نو له همدې امله اترا ادارې  مشرتابه له مخابراتي شرکتونو سره د غزني خلکو ته د بیړنیو مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او په دغه ولایت کې د مخابراتي خدمتونو دبیا رغیدو او فعالیت په هکله غونډه وکړه.

د اترا ادارې عمومي رئیس محترم ډاکټر محمدنجیب عزیزي د غزني ولایت د غمیزې په هکله خواشني څرګنده شهیدانو ته یې دجنت فردوس او ټپیانو ته یې د لوی خدای له درباره د عاجلې شفاغوښتنه وکړه او زیاته کړه د غزني ښار کې له جګړو وروسته  د مخابراتي شبکو خد متونه په ټپه ولاړ او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د مخابراتي شرکتونو له استازو یې غوښتنه وکړه چې له ټولو امکاناتو په ګټه اخیستو سره د مخابراتي شبکو د بیاځلي فعالیت په هکله زر تر زره اقدام وکړي.

همداراز د اترا ادارې مشرتابه له لوري مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنې وشوې، چې له ټولو امکاناتو لکه: ګرځنده بي تي ایسونو، اتوماتیک بي ټي ایسونو او ملي رومینګ  څخه په اعظیمي استفادې سره د مخابراتي خدمتونو د بیاځلي فعالیت لپاره چټکې کړنې ترسره کړي.

په ځواب کې د مخابراتي شرکتونو استازو د انسان دوستۍ له مخې اترا ادارې ته اطمنان ورکړ چې له هر راز مادي اوتخنیکي امکاناتو څخه په ګټه اخیستو سره به د غزني ولایت اوسیدونکو ته مخابراتي شبکې بیاځلي فعال کړي.

په آخر کې د اترا ادارې عمومي رئیس د مخابراتي شرکتونو د استازو له احساس څخه دمننې څرګندولو ترڅنګ د موضوع په هکله یوځل بیا دهغوی د پاملرنې غوښتنه وکړه.