په هرات ولایت کې د فوتسال د خپلواکۍ کپ سیالۍ پای ته ورسیدې

هرات ۱۳۹۸د زمري ۲۷ اترا ادارې د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې نمانځنې په مناسبت  په هرات ولایت کې دآزاد جام ترنامه لاندې د فوټسال سیالۍ په لار اچولې وې، دغه سیالۍ چې درې اونۍ مخکې پیل شوې وې د بېلابېلو ټیمونو ترمنځ په آتو پړاوونو کې ترسره شوې، وروستۍ لوبه چې د زمري میاشتې په ۲۷ نیټه  ترسره شوه د اترا ادارې د فوټسال ټیم لخوا ددرې ګولونو  په هلو سره سیالې لوبډلې ته صفر په پر وړاندې ماتې ورکړه چې د اترا ادارې فوټسال ټیم په یاد ولایت کې د پای لوبې په ګټلو سره ددې لوبلړۍ قهرماني خپله کړه.