د اترا ادارې ولایتي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

شنبه ۹ وږی ۱۳۹۸

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې( اترا) د خپلو ولایتي کارکوونکو لپاره چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې کار کوي، یو اونييز ورکشاپ په لاره واچوه. یاد ورکشاپ نن د ادارې د رهبري هئيت او کارمندانو په شتون کې پيل شو.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجینر نقیب الله سیلاب په پرانیست غونډه کې دغه ورکشاپ ډېر ارزښتناک وباله او سپارښته یې وکړه، چې ولایتي کارکوونکي باید د اترا د نویو پروګرامونو او پلانونو سره بلدتیا پيدا او پر دې سربېره د ولایتي دفترونو د فعالیتونو او ستونزو  په هکله بحث وکړي او حل لارې په ګوټه شي.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي په غونډه کې وینا وکړه او و یې ویل، چې زموږ لومړیتوبونه د اترا د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول او د دوی ستونزو ته رسېدل دي او په همدې خاطر مو ولایتي کارکوونکي مرکز ته را بللي ترڅو له نږدې په راتلونکو پلانونو خبرې وکړو او د اړوندو فعالیتونو لپاره ظرفیتونه لوړ کړو.

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ به یوه اونۍ دوام وکړي او په دغه موده کې به د اترا مرکزي ادارې هره څانګه ولایتي کارکوونکو ته دخپلو اړونده چارو په هکله پریزینتیشنونه وړاندې کوي او د هغوی ستونزې او راپورونه به اوري.