اترا ادارې تر دې دمه له سرغړونکوڅخه (۲۳۴۱۰۵) عدده سیمکارتونه او (۵۱۲) پایې سیم باکسونه را ټول او ضبط کړي دي

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د ۵۳ او ۶۳ مادو او د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن د کړنلارې پر بنسټ؛ په بازار کې په فعال ډول د سیمکارتونو پلورل جواز نلري، هغه مخابراتي شرکتونه او پلورونکي  چې د اترا ادارې له جواز پرته سیمکارتونه پلوري تر قانوني څیړونو لاندې نیول کیږي. همدارنګه د افغانستان د جزا کوډ د ۸۶۱ مې مادې او له سیم باکسونو څخه د ګټه اخیستنې د ګړنلارې پر بنسټ له دغه دستګاوو څخه ګټه اخیستنه جواز نه لري، کوم کسان چې هغه تورید او یا ترې ګټه اخلي مجازات او تر قانوني څیړنو لاندې نیول کیږي.

نوله همدې امله، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مخابراتي شبکو د سیم کارتونو د ثبت او راجستر کولو او د غیرقانوني مخابراتي دستګاوو(سیم باکسونو) څخه د ګټه اخیستنې لپاره ګړنلاره را منځ ته کړې ده، چې له هغې سره سم د ټولو ښکیلو اړخونو په همکارۍ له دې دستګاوو د ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره کړنې ترسره کیږي.

ټول پلورونکي اومخابراتي شرکتونه د قانوني موادو په رڼا کې د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن دکړنلارې په پلي کیدو او د هغې په پیروي مکلف دي. همدارنګه هغه کسان چې له غیرې مجازو مخابراتي دستګاوو څخه چې په قانون کې ورڅخه منع شوې دي ګټه اخلي مجرم ګڼل کیږي د نیول کیدو او ثبوت په صورت کې تر عدلي او قضایي څیړنو لاندې نیول کیږي.

دغه اداره د وضع شوې کړنلارې له حکمونو سره سم په منظمه او دوامداره توګه په مرکز او ولایتونو کې له مخابراتي مارکیټ څخه څارنه کوي او له قانون څخه د ساتنې ادارو په همکارۍ د غیر مجازو مخابراتي فعالیتونو په مخنیوي کې فعال ده. ددې کړنو په پایله کې تر اوسه د مخابراتي شبکو ۲۳۴۱۰۵ عدده سیمکارتونه چې د سیم کارتونو د ثبت او راجستریشن ګړنلارې خلاف په غیر قانوني توګه پلورل کیدل را ټول او ضبط کړي دي . دڅارنې په ترڅ کې سرغړونکي شرکتونه تر پوښتنو لاندې نیول شوي او د ترسره شویو سرغړونو له کبله د قانون سره سم ورسره چلند شوی او په قانون کې اټکل شوې جریمې پرې وضع شوې دي. برسیره پر دې اترا ادارې تر اوسه د غیر مجازو مخابراتي دستګاوو(سیم باکسونو) د کشف او ضبطولو په اړه جدي کړنې ترسره کړې دي، چې پر اساس یې له سرغړونو څخه  کابو ۵۱۲ پایې سیم باکسونه د مرکز او ولایتونو په شمول له بېلابیلو ځایونو را ټول او هغه کسان چې له دغه ډول دستګاوو یې ګټه اخیسته د امنیتي ارګانونو لخوا نیول شوي او د قضیې جرمي  اړخونو ته د رسیدو په موخه اړوندې دوسیې د عدلي او قضایي څیړنو لپاره  لویې څارنوالي ته راجع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غیر قانوني توګه له ثبت او راجستریشن پرته په بازارونو کې د سیمکارتونو پلور سرغړونو او امنیتي ګواښونو ته لار برابره او په دې هکله یې د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي. همدارنګه له غیر مجاز مخابراتي دستګاو( سیم باکسونو) څخه ګټه اخیستنه د ملي عوایدو د لاسه وتو او دمخابراتي شرکتونو ته د زیانونو لامل ګرځي، دا دواړه کړنې په هیواد کې غیرې مجازې مخابراتي کړنې بلل کیږي.

اترا ادارې د خپلوکړنو او فعالیتونو پر دوام د نورو کاري موضوعاتو ترڅنګ په دغو دوو مسلو ډير تمرکز کوي، او تل یې هڅه کړې چې د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وکړي او مخابراتي شرکتونه دې ته و هڅوي چې ګرانو هیودوالو ته په  ارزانه بیه با کیفیته خدمتونه چمتو کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره له قانون څخه د ساتنې ادارو له هر اړخیزې همکارۍ مننه کوي او له دې وروسته په نورو مواردو کې د لا ډیرو همکاریو غوښتونکې ده.