د اترا ادارې عمومي رئیس د مخابراتو نړیوالې اتحادیې(ITU) له سکرترجنرال سره وکتل

د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې( اترا) عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر محمدنجیب عزیزي د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې (ITU) له سکرترجنرال ښاغلي هولن زاو (Houlin Zhao) سره د نوموړې اتحادیې او غړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو دهمږي کولو، د شته ننګونو او ستونزو د حل او دمخابراتی او انټرنیټي خدمتونو د چټکوالي په هکله هراړخیزې خبرې وکړې.

د اترا ادارې عمومي رئیس د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ د پرمختګ او ننګونو په هکله خبرې وکړې ویې ویل له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره ـ سره بیاهم وتوانیدو د یو ښه مدیریت او شفاف حقوقي او مقرراتي چوکاټ د رامنځ ته کیدو له لارې په مخابراتي سکتور کې د پام وړ لاسته را وړنې ولرو.

همدا راز دمخابراتو د نړیوالې اتحادیې (ITU) سکرترجنرال محترم هولن زاو (Houlin Zhao) د اترا ادارې له مشرتابه د مننې څرګندولو ترڅنګ په اوسنیو شرایطو کې ددغه ادارې لاس ته راوړنې وستایلې  او دمخابراتو دنړیوالې اتحادیې په استازیتوب یې له اترا ادارې سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه .

د یادولو وړ ده چې د اترا ادارې لخوا د ښاغلي (Houlin Zhao)  د درنښت او افتخار لپاره د سه شنبې ماښامنۍ  چمتو شوې وه، په دې ماښامنۍ کې د مخابراتو وزیر، د اترا ادارې عمومي رئیس، د اترا ادارې  او مخابراتو وزارت رهبرې هیئت، دمخابراتی شرکتونو استازو، داخلي او خارجي میلمنو هم ګډون کړی وو.