د اترا ادارې لخوا د ښځو نړیواله ورځ د( مارچ آتمه ) ونمانځل شوه

۱۸ / ۱۲ / ۱۳۹۷ د اترا ادارې لخوا د ښځو نړيواله ورځ د( مارچ آتمه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دغه نماځغونډه کې د اترا ادارې رهبري، د بورد غړو، د اړوندو څانګو رئیسانو او ښځینه کارکونکو ګډون کړی وو.

د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر محمدنجیب عزیزي د افغانستان ښځو ته د مارچ د آتمې په مناسبت  د مبارکي ویلو ترڅنګ د اسلام د مبارک دين له نظره د ښځو په حقونو رڼا واچوله ویې ویل زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده د اسلام مبارک دین ښځو ته پوره حقونه ورکړې دي، نو له همدې امله  بايد په ټولنه کې ورته پوره درناوی وشي. ښاغلي عزیزي د کار د لا ښو شرایطو د برابرولو لپاره اترا ادارې د ښځینه کارمندانو نظرونه، او  وړاندیزونه واوریدل او اړوندو څانګو  ته یې  د پلي کیدو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

ورپسې د اترا ادارې د بورډ غړې اغلې زرغونې جلالزوی په خپلو خبرو کې وویل ښځه د یو انسان په توګه د مور  تر څنګ د تعلیم او تر بیې ښوونکې،  د کور ډيوه او  د کورنۍ نورو غړو ته د شمعې په څیر رڼا  ورکوي. زیاته یې کړه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ستونزې شته خو بیا هم له دې ستونزو او مشکلاتو سره  مبارزه  په کار ده.

آغلې سعادت سلطاني د ښځو په استازیتوب خبرې وکړې ویې ویل ښځه د ټولنې نیمايي او اړینه برخه تشکیلوي، بې له ښځې نړۍ نیمګړې ده همدې اصل ته په کتو باید هغې ته پوره درناوی وشي .

د مراسمو په پای کې د مارچ د آتمې په ویاړ  د اترا ادارې ښځینه کارکونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.