د اترا رهبري بورډ د حج و اوقاف وزارت ۹ پېشنهاد شوې پروژې پاس کړې

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رهبرۍ بورډ د ارشاد، حج و اوقاف وزارت لپاره په مرکز او ولایاتو کې د کمپیوټرلیبونو جوړولو، د ویډیو کنفرانس سیسټمونو نصب، د دیني مرکزونو د طالب علمانو لپاره د الکترونیکي زده کړو د اسانتیا برابرولو او له انټرنیټ سره د دیني مدارسو، د وزارت د نشراتي څانګو او دیني انسټیټوټونو وصلولو ۹ لویو پروژو پېشنهادونه منظور کړل.

په دغو پروژو کې چې بودیجه به یې د اترا ادارې له پراختیايي صندوق څخه ورکړل شي او له تدارکاتي پروسې وروسته به یې د تطبیق چارې پیل شي، په مرکز او ۱۵ ولایاتو کې به د ارشاد، حج و اوقاف وزارت د پېشنهاد له مخې دیني مدرسو او انسټیټونو ته د نوري فایبر په مرسته د انټرنیټ اسانتیا ورسول شي.

همدا راز به د ارشاد، حج و اوقاف وزارت لپاره د ویډیو کنفرانس سیسټمونه نصب او په یو شمېر دیني لویو مدرسو او د وزارت اړوند کتابتونونو کې ځانګړي کمپیوټر لېبونه جوړ شي.

د اترا ادارې د رئیس عمر منصور انصاري په مشرۍ د بورډ جلسه کې دیني مدرسو لپاره د الکترونیکي درسي موادو برابرولو او همداراز د مالیې وزارت او احصائیې ملي ادارې لپاره هم د بریښنايي حکومتولۍ برخه کې د مهمو پروژو په تطبیق بحث وشو او ځینې پېشنهادي پروژې د ارزونې په خاطر اړوندو کمېټو ته راجع کړای شوې.

په الکترونیکي او انټرنیټي اسانتیاو د دیني زده کړو د مرکزونو سمبالول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په مهمو لومړیتوبونو کې راځي چې د اترا ادارې له مالي صندوق څخه به یې د تطبیق په برکت د افغانستان د دیني مدارسو طالب العلمان د اسلامي نړۍ له سترو دیني – علمي مراکزو سره وصل او نږدې اړیکه کې پاتې کېږي.