د اترا ادارې مالي اوادارې مرستیال د مالیې وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي د مالیې وزارت له مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران سره وکتل  او د یو لړ مالي موضوعاتو په هکله یې بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د مالي موضوعاتو په تخنیکي اړخونو خبرې وکړې، چې د مالیې وزارت د مرستیال لخوا د اړینو موضوعاتو په هکله بحث وشو. همداراز د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال له یادې ادارې سره د مالیې وزارت له همکاریو او همغږۍ مننه وکړه.