د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال د مالیې وزارت د ګمرکونو له معین سره د ګمرکونو د مخابراتي نښلونې په اړه وکتل.

۱۳۹۸/۳/۷  د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو له معین ښاغلي عبدالله رقیبي سره وکتل  او د ګمرکونو ترمنځ د مخابراتي اتصال د څرنګوالي او هغوی ته د معلوماتي تکنالوجۍ د وسایلو برابرولو په هکله یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې ښاغلي سیدبلال هاشمي وویل چې اترا ادارې د هیواد د ګمرکونو د اتصال او هغې ته د معلوماتي تکنالوجۍ د وسایلو او انټرنټ برابرولو په موخه د ټولیزې لاسرسي له پرمختیایي صندوق(TDF)څخه  ۳۷۵ ملیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي د اترا ادارې له مرستو او همکاریو څخه د مننې څرګندولو ترڅنګ وویل چې د ګمرکونو د اتصال او د معلوماتي تکنالوجۍ د وسایلو د برابرولو  د تدارکاتي پروسې د چټکتیا په موخه به لازمې کړنې تر لاس لاندې ونیسي.

د یادولو وړ ده چې د ګمرکونو د وصل پروژه په داسې حال کې پلې کیږي، چې اترا اداره په روان کال کې له ۲۳ نورو وزارتونو او ادارو  سره د سافټویرو او هارډویر په برخو کې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ د وسایلو او انټرنیټ برابرولو په موخه بېلابېلې پروژې په پلان کې نیولې دي.