انصاري: اترا له تبعیض پرته مخابراتي خدمتونو پراخولو ته ژمنه ده

د اترا رهبرۍ د پکتیکا له محترم والي مجیب الرحمن څمکني سره په دغه ولایت کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.

دغه لیدنه چې په ملي شورا کې د پکتیکا د شریفو ولسونو استازو هم په کې ګډون کړی و، د پکتیکا لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنیټ ته د لاسرسۍ برخه کې شته ستونزې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له رهبرۍ عمر منصور انصاري سره شریکې شوې.

په ناسته کې عمر منصور انصاري د ولسي جرګې محترمو غړو او د پکتیکا محترم والي ته ډاډ ورکړ چې اترا له تبعیض پرته ټولو هېوادوالو ته د خدماتو رسولو لپاره ژمنه ده او په دې تړاو به جدي اقدامات وکړي.