د اترا ادارې لپاره تخنیکي او مالي او ادارې مرستیالان معرفي شول.

۱۷/ ۱۱/ ۱۳۹۷ په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په اترا اداره کې جوړه شوې وه، د اترا ادارې لپاره تخنیکي او مالي او ادارې مرستیالان معرفي شول.

د اترا ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر محمدنجیب عزیزي چې د دې ادارې د مرستیالانو د معرفي په مراسمو کې یې خبرې کولې ښاغلی انجنیر نقیب الله سیلاب یې د تخنیکي او ښاغلی سید بلال هاشمي یې د مالي او اداري مرستیال په توګه د دغه ادارې کارکونکو ته ور و پیژندل. نوموړي د دوی له ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او د ادارې د کاري چارو د موثریت او ښه والي لپاره یې د دوی شتون اړین و بللو، زیاته یې کړه چې ددوی په راتګ سره به اترا اداره نوره هم ځواکمنه او پیاوړې شي.

ورپسې د اترا ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د اړوندو کارونو د ښه والي په موخه به له ټولو همکارانو سره په ګډه د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د یو پرمختللي  او ګټور سیستم د رامنځ ته کولو لپاره به په ټول توان او قدرت سره کار کوي.

د اترا ادارې د نويو مرستیالانو ګومارنې د اترا ادارې په قانون کې د تغیراتو پر بنسټ چې یاد شوي مرستیالان هم په کې شامل وو  ترسره شوې دي.