د کرونا ويروس د خپرېدا په درشل کې د خلکو اړتياوو ته د رسیدنې په موخه د افغانستان مخابراتي سکتور فعالینو خپل پلانونه اعلان کړل

مطبوعاتي اعلامیه

د سملاسی خپراوی لپاره

۱۷ حمل، ۱۳۹۹

 

د کرونا ويروس د خپرېدا په درشل کې د خلکو اړتياوو ته د رسیدنې په موخه د افغانستان مخابراتي سکتور فعالینو خپل پلانونه اعلان کړل

 اټرا/کابل (۱۷ حمل، ۱۳۹۹) د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) او د مخابراتي خدمتونو چمتو کونکو شرکتونو د کوروناویرس د خپراوي څخه د مخنیوي پرمهال د  انترنت بنډ ویت ته زیاتیدونکې تقاضا ته د رسیدنې په موخه خپل پلانونه او بستې اعلان کړې. لدې امله چې حکومت په ټول هیواد کې د کروناویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه ګرځبندير او کورناستی اعلان کړې، خلک، د دولتی او خصوصي سکتور کارکوونکي اړ دي چې له کوره کار وکړي او زده کونکي او محصلین آنلاین صنفونو ته حاضر شي. نو له دې کبله د انترنتي خدمتونو اړتیا ډېره شوې ده. هغه پلانونه چې په دغې مطبوعاتي غونډه کې اعلان شول چې لاندې موضوعات په کې شامل ول: د انټرنټ نرخونو ټیټيدل، د نویو کڅوړو (بستو) معرفي کول، او آنلاین تعلیمي مینځپانګې ته د وړیا یا ټیټ لګښت لاسرسي په موخه د مخابراتي شبکو او ټکنالوجۍ کارول.

 د اټرا ادارې سرپرست رییس عمر منصور انصاري وویل: "موږ، د یوې ټولنې په توګه، غواړو د کروناويروس په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده او خلکو ته داسې حل لارو او اسانتیاوو باندې کار وکړو چې د ګرځبنديز او کورناستې يه وخت کې د هغوی عاجلو ضرورتونو ته رسیدنه وشي."  ښاغلي انصاري زیاته کړه چې "اترا د خصوصي سکتور همکارانو په مرسته د COVID-19 په اړه د ایس ایم ایس ، کالر رینګ بیک ټونونو (CRBT) ، ډیجیټل منځپانګې، او ټیکنالوجیو له لارې د پوهاوي لوړولو کې مرسته کړې، چې میلیونونه افغانانو ته د کروناویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پیغامونه رسول شوي او دا کار لا هم دوام لري."

 په دغه مطبوعاتي غونډه کې د اترا ادارې سربیره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، او د موبايل تلیفوني شبکو استازو هریو، افغان بیسیم مخابراتي شرکت (AWCC)، اتصالات، MTN افغانستان، روشن او سلام شرکتونو او ګڼ شمېر د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، فهیم هاشمي، وویل:  "د افغانستان حکومت ژمن دی چې د انټرنټ د نرخونو راټیټولو او د خدماتو د کیفیت لوړولو کې مرسته وکړي او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره چې یو ګډ عملي چلند ته اړتیا لري د ټولو ښکیلو اړخونو همکاري په کار ده."

مخابراتي شرکتونو د خپلو بیانونو له لارې د کروناویروس د خپراوي د مخنیوي په چارو کې د عامه پوهاوي تر څنګ د مخکنیو  د پکیجونو د بیو لپاره د دوه برابره ډېرې دیتا د وړاندې کولو او همدارنګه ځینو نورو کې د بیو د را ټیټولو وړاندیزونه اعلان کړل. د بېلګې په توګه، اتصالات خپل Stay Home, Stay Connected پلان اعلان کړ چې په هره اضافه کې مشترکینو ته ډیټا دوه برابره ورکوي، د سلام شرکت د ۲۰٪ تخفیف اعلان وکړ او يې ويل چې محصلینو ته په يوه خاصه بسته کار کوي. د افغان بېسیم شرکت د مشترکینو او د انټرنټي خدماتو عرضه کوونکو لپاره د ۳۰٪ يو په زړه پورې تخفیف اعلان وکړ.

 د افغان بیسیم تخنيکي مرستيال رئیس، علی الله سروری، وییل: "د خپلو شبکو له لارې به موږ هڅه کوو چې افغانان له خپلو کورنيو او دوستانو سره وصل پاتې شي، له کوره کار وکړی شي، او خپل آنلاين صنفونه واخیستلای شي."

د سکتور تنظیمونکې ادارې او خصوصي سکتور د دې لومړنې ګډې مطبوعاتي ناستې کلیدي اهداف د COVID-19 د خطرونو په اړه د عامه پوهاوی لوړول، او د خلکو د اتصال په برخه کې د مخابراتي سکتور نقش بیانول څو خلک تعليمي منابعو ته لاسرسی ولري. د غونډې هدف دا هم و چې ټولنې ته يو داسې مثبت پغام ورسوي چې د افغانستان مخابراتي سکتور فعالين ژمن دي څو په سختو شرايطو کې افغانان حمايه کړي.

 د غونډې وېډيويي راپور: https://youtu.be/jxPUJf0ijXI

 د اټرا په اړه:

د افغانستان د مخابراتو خدمتونو د تنظیم اداره (اترا)  په ۱۳۸۵ کال کې په افغانستان کې د مخابراتو سکتور د خدمتونو د تنظیم په موخه رامنځته شوه. عمده اهداف يې دا دي: د خصوصي سکتور لپاره د مخابراتي او انترنتي زیربناوو پراختیا، د معیارونو پلي کولو، په خدماتو او زیربناوو کې پانګوونې ته د غوره چاپیریال رامینځته کول، خدماتو ته د ټولیز لاسرسي چمتو کول، په غیرتبعیضي او شفافه توګه د مخابراتي مارکیټ څارنه او وده او په هیواد کې د مخابراتو او انټرنټ په برخو کې د یوشان فعالیت زمینه برابرول.

 

د مطبوعاتو لپاره اړیکې:

تلیفون: 0777292354

بریښنالیک: media@atra.gov.af