د اترا ادارې لخوا د ورځنیو چارو د ښه سمون او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځه کولو په هکله اداري غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مشرتابه د ورځینو امورو د ښه والي او همغږۍ په منظور د اترا ادارې کارکوونکو د کاري وړتیاوو د لوړولو، د داخلي پروسیجرونو په برخه کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو، شته ستونزو ته د ګټورو حل لارو لټولو او راتلونکو پلانونو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې. چې د اترا ادارې د مشرتابه لخوا د چارو دښه سمون او ستونزو د له منځه وړولو په موخه مربوطه مسئولینو ته لازمې لارښونې وشوې.