د نوري فایبر زیربناوو شریکولو په هکله د یو ګډ او متحد پلان پر جوړولو بحث وشو

۲۴ / ۴ / ۱۳۹۸

د اترا ادارې د نظارت او کنټرول ریاست او نوري فایبر جواز لرونکو شرکتونو ترمنځ ، په لویو لارو او ښارونو کې د نوري فایبر بنسټيزو شبکو د نصبولو پر لارو چارو  او همدارنګه د نوري فایبر زیربناوو لپاره د یو منظم او  واحد پلان په جوړولو ، چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وي، هر اړخیزې خبرې وشوې او د ګډونوالو نظریات واوریدل شول . په دغه غونډه کې د زیربناوو د شریکولو په لار کې  د شته ستونزو او ننګونو په اړه بحث وشو، چې د حل په موخه یې د اترا ادارې لخوا لازمې لارښوونې وشوې.