اترا له مخابراتي شرکتونو سره د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت لوړولو او ښه والي په موخه پرلپسې دویمه ناسته وکړه.

۸ زمري ۱۳۹۹

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې)(اترا) رهبرۍ د تېرې غونډې پر دوام د بیلابیلو مخابراتي شرکتونوله استازو او تخنیکي متخصصینو سره د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت د لوړتیا په موخه غونډه وکړه.

په دې ناسته کې د اترا ادارې مسولینو زیاته کړه ، چې په ټول هېواد او حتا ښارونو کې د مخابراتې او نټرنټي خدمتونو د کیفیت کچه ټیټه ده او د مشترکینو د قناعت وړ نه ده.

له همدې کبله د اترا رهبرۍ مقام ښاغلي عمر منصور انصارې مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د کیفیت کچه لوړه او په دې برخه کې د هیوادوالو ستونزو ته یوه حل لاره پیدا او د هغوی قناعت تر لاسه کړي.

ددې غونډو موخه په هیواد کې دمخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ښه کیدو او په دغه سکتور کې د شته ستونزو هواری دی .