اترا ادارې دعامي روغتیا وزارت سره له لیرې واټن د صحي خدمتونو سیستم د رامنځ ته کولو په هکله د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) او د افغانستان د عامي روغتیا وزارت  ترمنځ  له لیري واټن د روغتیایي خدمتونو سیستم د رامنځ ته کولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د اترا اداري عمومي رئیس  محترم ډاکټر محمد نجیب "عزیزي"، دعامي روغتیا وزیر فیروزالدین "فیروز د یادو ادارو رهبري هیئت او د  یو شمیر رسنیو استازو ګډون کړی درلود.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د اترا ادارې رئیس  ښاغلي ډاکټر محمدنجیب "عزیزي" وویل چې  اترا اداره  د ټولیز لاسرسي او د هیوادوالو د ژوندانه د ښه والي ، د معاصرې تکنالوژۍ د ترویج، دمخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د عامولو او په روغتیايي مرکزونو کې له لیري واټن د روغتیایي خدمتونو سیستم د رامنځ ته کولو په موخه  د TDF بودیجې  په مالي مرسته  د هیواد روغتیایي مرکزونه سره نښلوي .

ښاغلي فیروز له اترا ادارې دمننې څرګندولو په ترڅ کې وویل چې ددې سیستم په په رامنځ ته کیدو سره به په کارونو کې شفافیت رامنځ ته او صحي کارکونکي به وکولای شي خپلې تجربې له یو بل سره شریکي کړي او په دې سره به دهیوادوالو روغتیا ستونزې حل او هغه ګران بیه لګښتونه چې په بهرنیو هیوادونو کې د صحي خدمتونو د تر لاسه کولو لپاره کوي هم را کم شي.

د عامي روغتیا وزیرښاغلي فیروزالدین فیروز ددغه سیستم رامنځ ته کیدل یو ګټور ګام وباله، ویې ویل چې په دې سره د به هیواد د مرکز او ولایتونو صحي کارکونکي د معاصرې تکنالوژۍ پرمټ له یو بل سره وصل او دوی به وکولی شي چې د هیواد لیرې پرتو سیمو ناروغانو ته معیاري صحي خدمتونه وړاندې کړي.

کنفرانس د خبریالانو د پوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسید.