د اترا ادارې او د افغانستان بانک ترمنځ دهمکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

۱۳وری ۱۳۹۸ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د هیواد له نورو ادارو سره د همکاریو پر دوام  دا ځل د افغانستان بانک سره د عامه اعتباراتو سیستم د ثبت او ودې په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ. د افغانستان بانک د ټولو مشر د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، د دې سیسټم کارول به په تادیاتي سیسټم کې د سپلین له رامنځ ته کیدو او د افغانستان له خلکو سره به خپلو مالي سرچینو ته د لاسري او د مالي خدمتونو او آسانتیاوو د رامنځه ته کولو په برخه کې به له دوی سره پوره مرسته وکړي .

د افغانستان د مخابراتي د تنظیم ادارې عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد نجیب د یاد تړون  د لاسلیک کولو پر مهال وویل : اترا اداره ویاړې چې د هیواد د اقتصاد او پانګونې د پیاوړتیا په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کوي چې نن هم د هیواد د اقتصادي او مالي ودې او پرمختک په لار کې یو بل اغیزمن ګام اخلي او دعامه اعتباراتو د سیستم د تعمیم لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کوي.

د افغانستان بانک د رئیس  د وینا پر بنسټ د عامه اعتباراتو د ثبت سیستم په  عصري تکنالوژۍ سره سم سمبال دی، او کولی شي په مستقیمه او غیر مستقیم ډول د چټکو تشبثاتو او مالي سرچینو د دوران لپاره موثر ګامونه پورته او په کاري چارو کې د روڼتیا، ، عملیاتي لګښتونو کمولو، مالي خطرونو د کمښت، د اعتباري مخینې په بنسټ د خلکو پیژندلو او مالي راکړو ورکړو په چارو کې اغزمن تمام شي.

د یادولو وړه ده چې  د عامه اعتبارونو ثبتولو سیسټم کارول به و کولای شي چې له یوې خوا د تجارتي بانکونو، کوچنیو مالي ادارو، مخابراتي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو او بانکونو څخه اعتباري معلومات را جمع او مالي سرچینو ته د لاسري زیاتوالی، شفافیت، د کاري اجراآتو چټکوالی او ددولت په عوایدو کې زیاتوالی رامنځ ته کړي او له بلې خوا به وکولای شي چې افغانستان د نړیوال بانک د کلني راپور په کټګورۍ کې د مالي اعتبار د تر لاسه کولو له مخې  ځانګړی ځای ونیسي.