له مخابراتی شرکتونو سره د غیرقانوني سیمکارتونو له خرڅلاو دمخنیوي په هکله غونډه ترسره شوه.

۱۹ مرغومی ۱۳۹۷ د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مسئولینو د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په هکله غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د دمخابراتي شرکتونو لخوا دسیمکارتونو د ثبت او راجستریشن په هکله د اترا ادارې د نوې ګړنلارې د نه پلي کیدو په اړه هر اړخیزبحث او خبرې وشوې.

په دغه غونډه کې مخابراتي شرکتونو ته یو شمیر سیمکارتونه چې په غیر قانوني توګه بازار ته خرڅلاو لپاره وړاندې شوي وو  او د اترا ادارې، لویې څارنوالۍ، کورنیوچارو وزارت او ملي امنیت ریاست د ګډ څارنیز ټیم لخوا د کابل ښار له بېلابیلو سیمو را ټول او ضبط شوي وو له اسنادو او شواهدو سره یوځای دوی ته وښودل شول. د مخابراتي شرکتونو استازو له ثبت او راجستریشن پرته سیمکارتونو د کنترول او خرڅلاو څخه د مخنیوي له پروسې د ملاتړ ترڅنګ خپل مشکلات او وړاندیزونه هم د اترا ادارې له مسئولینو سره شریک کړل. د اترا ادارې مسئولینو مخابراتي شرکتونوته اخطار ورکړ ترڅو دسیمکارتونو د ثبت او راجستریشن د ګړنلارې د تطبیق په موخه اړینې کړنې ترسره کړي، له هغو یې وغوښتل چې له مارکیټ د څارنې په موخه ژر تر ژره خپل مسئول کسان اترا ادراې ته ور وپیژنې.