د انټرنیټي شرکتونو لخوا د غیرې اخلاقي سایټونو د نه تړلو په برخه کې له سرغړونو د نظارت او څارنې غونډه جوړه شوه

دغه ناسته ، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) د بورډ غړي ښاغلي حمیدالله شیراني په مشرۍ جوړه شوې وه؛ ټول اسناد او شواهد وکتل شول او پریکړه وشوه چې سرغړوونکي شرکتونو ته دې په لیکلي بڼه مکتوبونه واستول شي ترڅو په پنځو کاري ورځو کې غیري اخلاقي سایټونه بلاک او (فلټر) کړي.

همداراز په غونډه له هغې انټرنټي شرکتونونو، چې سرغړونه یې نه وه کړې مننه وشوه.