د (TDF) لپاره د ستراتیژیک پرمختیایي پلان پر مسوده د بحث په هکله غونډه وشوه

 د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د (TDF) لپاره د ستراتیژیک پرمختیایي پلان د مسودې په هکله د بحث په موخه غونډه وکړه، په دغه غونډه کې د اترا ادارې رهبري هیئت، داخلي او خارجي متخصیصینو، دیادې ادارې رئیسانو او د سراسري لاسرسي څانګې کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې دعملیاتي پلان، له مارکیټ د څارنې، د سراسري لاسرسي، مخابراتي او انټرنټي خدمتونو، د برنامو، پلانونو او پروژو ترمنځ د اړیکو، د مخابرتي خدمتو د پوښښ، د مخابراتي ، معلوماتي تکنالوژۍ او انترنټ پرمټ د خدمتونو وړاندې کولو، د ښکیلو اړخونو ترمنځ  د همغږۍ رامنځ ته کولو اود  (TDF) لپاره د ستراتیژیک پرمختیایي پلان د مسودې په هکله چې د متخصصینو لخوا ترتیب شوې وه هر اړخیزې خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.