له نوري فایبر سره د جوماتونو او دیني مدرسو نښلونې د څرنګوالي په هکله ناسته ترسره شوه

دوشنبه ۱۳۹۸ د میزان ۲۹
په هغه غونډه کې چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې(اترا) او ارشاد حج او اوقافو وزارت ترمنځ جوړه شوې وه؛ له نوري فایبر سره د جوماتونو او دیني مدرسو د نښلونې، په ځانګړې توګه د دغه وزارت لخوا په ۳۷۷ نویو جوړیدونکو جوماتونو او دیني مدرسو کې د دیجیتالي کتابتونونو او د حج او اوقافو وزارت اړوند معلوماتي تکنالوجۍ نورو پروژو، په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دغه غونډه کې د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي وویل چې اترا اداره د مخابراتي خدمتونو دتنظیم له قانون سره سم، له نوري فایبر سره د هیواد د جوماتونو او مدرسو د نښلونې او په یاد وزارت کې د معلوماتي تکنالوجۍ اړوند نورو پروژو د تمویل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو او په دغه برخه کې به هیڅ راز همکاري و نه سپموي.
ورپسې د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر امین الدین مظفري د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې له مخکینیو همکاریو د ستاینې ترڅنګ وویل چې دغه وزارت به د اترا ادارې په همکارۍ له نوري فایبر سره د جوماتونو او دیني مدرسو نښلونې او په مدرسو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربنایي پروژو د په لار اچولو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.