د ملي فایبر شبکو اړوند پروژو د چارو او فعالیتونو د پرمختګ او د همغږۍ کچې لوړولو په موخه غونډه ترسره شوه.

۱۶ سلواغه ۱۳۹۷ د اترا ادارې د مسئولینو لخوا د ټولګټو وزارت، کابل ښاروالۍ او د نوري فایبر خدمتونو جواز درلودنکو شرکتونو له استازو سره د نوري فایبر شبکو اړوند پروژو د کارونو د پرمختګ، فعالیتونو د څرنګوالي او په دغه لار کې د شته ستونزو د حل او لازمې همغږۍ په موخه غونډ ه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې اړوند ارګانونو د نورې فایبر پروژو د انکشاف او پراختیا او له نورو ارګانونو سره د همغږۍ په هکله خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اترا ادارې له مسئولینو او شرکتونو سره شریک کړل. د ټولګټو وزارت او کابل ښاروالۍ استازو له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې د نوري فایبر پروژو اړوند کیندنو، ساختماني جوړښتونو، دسرکونو او پلیو لارو د بیارغولو په وخت کې اړین معیارونه په پام کې ونیسي او ټینګار وشو چې په ساحه کې پروژې د کارونو سرته رسولو په وخت کې د د کاري مصئونیت کچه لوړه شي.

وروسته مخابراتي شرکتونو د ټولګټو وزارت په پلانونو کې د ښاري سیمو او عمومي لارو په اوږدو کې  د نوري فایبر پروژو د پایپ لاین لپاره د ځای د نه په پام کې نیولو څخه یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې په راتلونکو پلانونو کې د نورې فایبر شبکو لپاره ځای او پایپونه په پام کې ونیسي.

د اترا ادارې مسئولینو دموضوع په هکله د مخابراتي شرکتونو او اړوندو ارګانونو استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او لازمې لارښونې وکړي، له ټولو اړونده لورو  یې وغوښتل چې د سرکونو، لارو او داسې نورو ملي بنسټونو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي او د ښې همغږۍ په موخه د هر مخابراتي شرکت یو کس استازی چې په عین حال کې د اقتصاد وزارت د زیربناوو شریکولو په غونډوکې هم ګډون وکړي رسماً اترا ادارې ته ور وپیژني.