د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) سرپرست رئیس عمر منصور انصاري او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل د دواړو بنسټونو تر منځ په لا همغږۍ او د قوانینو د تعدیلاتو اړوند ستونزو د حل په اړه ناسته وکړه

په دې ناسته کې د اترا ادارې سرپرست عمر منصور انصاري د خپلې ادارې په کاري نوښتونو، لاسته راوړنو د رڼا اچولو ترڅنګ یادونه وکړه چې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د قوانینو او ۷۵ طرزالعملونو په تعدیل او ارزونه هم چټک کار روان کړی دی.

دواړو مشرانو د مخابراتي ماليې د ورکړې (RTDMS) د نوي قانون د تعدیلاتو او په دې برخه کې د ملي شورا د مجلسینو د مخابراتو او موصلاتو د کمېسیونونو د رول په اړه هم خبرې وکړې او د پارلماني چارو وزارت لخوا اترا ادارې ته په ټولو پارلماني چارو کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

په دغه لیدنه کې د مخابراتي سیستم عصری کول، د انټرنیټي بیو کموالی، خلکو ته د غوره مخابراتي خدماتو برابرول او د ولس د تخنیکي پوهې لوړول هغه نور د پام وړ بحثونه وو چې رغنده بحث پرې وشو.