د اترا ادارې او مخابراتو وزارت ترمنځ د چارو د تفکیک او همکاریو د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه جوړه شوه

د افغانستاند د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) او د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او ساینس وزارت تر منځ د غوره خدمتونو وړاندې کولو، همکاریو د همغږۍ او دندو د تشخیص او پیژندنې په هکله ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د اترا ادارې سرپرست رییس ښاغلي عمر منصور انصاري پر خدماتي ، نظارتي او نورو ګډو کاري مسایلو برسیره د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د دواړو ادارو سر منځ په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

د اترا ادارې سرپرست ښاغلي انصاري زیاته کړه، چې اترا اداره د مخابراتي زیربناوو د پیاوړتیا او  څارنې پروسې د ګړندي کولو ترڅنګ له ټولو دولتې اداروسره د دیجتل کولو په برخه کې همکاري کوي.

په یاده غونډه کې د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني د لارښونې پر بنسټ  د دولتي ادارو د دیجیتلي کولو په موخه  د اترا ادارې ، مخابراتو وزارت او معلوماتو او ملي احصایې  له لوري د یو جامع او هر اړخیز میکانیزم  د نهایي کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه په دې ناسته کې د مخابراتو، معلوماتي ټکنالوجۍ او ساینس وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهیم هاشمي د اترا ادارې د ندو او کړنو پر اهمیت ټینګار وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ یې د چارو او خدمتونو د ښه والي په موخه د دارنګه ناستو پر دوام ټینګار وکړ.