د اترا ادارې او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ مخابراتي خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسۍ پروژو د پرمختګ په اړه غونډه وشوه.

د وږي ۳ / ۱۳۹۸

په هغه غونډه کې چې په لوړ زده کړو  وزارت کې د اترا ادارې له لوري د ټولیزې لاسرسي پروژو د پرمختګ په اړه د اترا ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلي سیدبلال هاشمي په مشرۍ جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزارت د آی آټي رئیسې آغلې شکریه جمال او د اترا ادارې د ټولیزې لاسرسي رئیس ښاغلي انجنیرمحمد داوود قلندري هم ګډون کړی وو، د یادو پروژو د پرمختګ، پایلو او ننګونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې، چې دواړو لورو د پروژو د پرمختګ لپاره د اړوندو پلانونو سره سم د کارونو د لا ښو ترسره کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې اترا ادارې په روان کال کې له لوړو زده کړو وزارت سره په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو تحقیقاتي مرکزونو کې د « انټرنټي چوپړتیاوو چمتوکولو، IT Labs او Wi-Fi Zone» پروژې تر لاس لاندې نیولې دي او دغه پروژې مخابراتي خدمتونو ته د ټولیزې لاسرسي پرمختیایي صندوق (TDF) لخوا تمویل کیږي.