د هېواد ۹۰ سلنه نفوس د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې دی

سه شنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۲۰مه
کابل، افغانستان: د مخابراتي خدمتونو اداره د هېواد په کچه د مخابراتو سکتور فعالیتونه په خپلواکه، مسوولانه او بې پرې توګه په پرانیستي، شفاف او هدفمند ډول له تبعیض پرته د قانون د حکمونو په چوکاټ کې تنظیموي.
د مخابراتي خدمتونو وده او پراختیا، د مخابراتي مارکېټ تنظیم او څارنه اود هېواد په کچه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې، آپرېټرانو او ګټه اخیستونکو او نورو اړوند ادارو ترمنځ د مناسباتو تنظیم؛ د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اساسي موخې دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) سرپرست، عمر منصور انصاري، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت د ځواب ویلو پروګرام کې خبرې کولې، وویل: اوسمهال د موبایل پنځه شرکتونه چې افغان ټیلیکام، افغان بېسیم، روشن، ام ټي ان او اتصالات پکې شامل دي؛ د هېواد په کچه مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
هغه وویل چې په هېواد کې شاوخوا ۲۲.۴ میلیونه فعال سیکارټونه شتون لري، د مخابراتي شرکتونو د سایټونو شمېر ۷۰۷۳ سایټونو ته رسېږي، د هېواد شاوخوا ۹۰ سلنه نفوس د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې دی او د مخابراتو په سکتور کې د پانګه اچونې ټولیزه کچه ۱۸۳ میلیارډه افغانیو ته رسېږي.
په ورته وخت کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مالي او اداري مرستیال، بلال هاشمي وویل، د مخابراتي خدمتونو له کیفیت څخه څارنه؛ د اترا ادارې له اساسي دندو څخه ده او د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو ټیم په صادر شویو جوازونو کې له مندرجو شرایطو سره سم، په هره ربعه کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت اندازه اخلي او د تر لاسه شویو پایلو له مخې محاسبه کېږي او د پرېکړو نیولو په موخه د ادارې بورډ ته وړاندې کېږي.
هغه ټینګار وکړ، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې خپل مخابراتي خدمتونه د ورکړل شویو جوازونو سره سم عیار کړي او له دې پرته به د اترا ادارې لخوا جریمه کړل شي.
هاشمي زیاته کړه: پنځه مخابراتي شرکتونه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ټیټوالي له امله ۱.۲ میلیارډه افغانۍ نغدي جریمه شوي دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د دولتي مراجعو، بهرنیو ځواکونو، افرادو او اشخاصو لخوا په غیر محدوده توګه له جمرونو څخه ګټه اخیستنه، د نظام د مخالفینو لخوا د مخابراتي سایټونو تخریب او د فایبر قطع کول، د مخابراتي خدمتونو د نوري فایبر د دوهمې شبکې نشتون او د اضافي فرېکونسیانو د وېشلو په برخه کې محدودیت؛ د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ټیټوالي لاملونه بولي.
همداراز دغه اداره وایي چې د نورو هېوادونو پرتله د عملیاتي لګښتونو د قېمت لوړوالی، د وچې په واسطه د افغانستان احاطه کېدل او په بحرونو کې له سب مرین نوري فایبر سره د نوري فایبر شبکو نه تړلتیا، د امنیتي ستونزو له امله د مخابراتي سایټونو او فایبر قطع کول، ګمرکي محصول او ځمکو د کرایو لوړوالی، د ټاورونو د ساتنې لپاره د لوړو لګښتونو ورکول او د ښاري برق د نشتون له امله له جنراټورونو څخه ګټه اخیستل؛ د تعرفو د بیو د نه کمېدو عمده دلایل جوړوي.
د اترا مالي او اداري مرستیال وویل چې په مارکېټ کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټرېشن پروسې د څارنې او کنترول په پایله کې پر دوه سرغړونکو شرکتونو په ټولیز ډول ۱۲ میلیونه نغدي جریمه وضع شوې ده او دغه راز د سیمکارټونو ۳۷ پلورونکي شرکتونه په مجموعي توګه ۱۹.۳ میلیونه افغانۍ نغدي جریمه شوي دي.