له کابل ښار څخه ۶۵ پایې مخابراتي غیر مجاز سیګنال تقویت کونکي (ریپیټرونه) کشف او ترلاسه شول

۱۳۹۸/۷/۲۸
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د غیر مجاز فعالیتونو څخه د مخنیوي ټیم لخوا تر تخنیکي څېړنو وروسته د قانون پلي کوونکو ادارو په مرسته د کابل ښار له منډوي سیمې څخه ٦٥پایې غیر مجاز سیګنال تقویت کونکي وسایل (ریپیټرونه) چې د مخابراتي شبکو چوپړتیاوې یې اخلال او له خنډ سره مخ کړې وې، کشف او تر لاسه شول.
دیادونې وړ ده چې د اترا ادارې تخنیکي ټیمونه به د قانون پلي کوونکو ادارو سره په همغږئ د غیرې مجازو مخابراتي کړنو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي تر څو هېوادوالو ته باکیفیته مخابراتي او انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې کړي.