په لوګر ولایت کې د نوري فایبر شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې ۸ نیټه
د لوګر ولایت د نوري فایبرشبکه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  د نوموړې شبکې کار چې اوږد والی یې کابو ۶۵ کیلومتره کیږي او کابل له لوګر سره نښلوي په کال ۱۳۸۹ پیل او په دې وروستیو کې بشپړ شوی و.
په هغه غونډه کې چې د لوګرپه  ولایت کې د همدې  پروژې په موخه جوړه شوې وه ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین،  د مخابراتو وزارت رهبري هیُت،  د ملي شورا غړیو د لوګر والي اولوګر ولایتي چارواکي،  قومي مشرانو او ګڼ شمیر رسنیو ګډون کړی وو .

غونډه د لوګر والي محمد اقبال عزیزي په وینا پرانیستل شوه.  نوموړې لوګر ولایت ته د مخابراتو وزیر او رهبري هییُت له راتګ څخه د مننې په څرګندولو د نوري فایبر دخدمتونو پیل د نوموړي ولایت  د پرمختګ په لور یو لوی او مثبت ګام وباله .
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر امیرزي سنګین خبرې وکړې او وویل چې  د نوموړې   پروژې  دپرانیستلو او د لوګر خلکو ته د مخابراتي اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ ددې سفر یوه موخه دا هم ده چې د ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان سره سم د لوګر له خلکو سره له نږدې وګوري او د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي. نوموړي د لوګر ولایت په پرمختګ هم خبرې وکړې اود امنیتي حالاتو په پام کې نیولو سره یې د شتو ستونزو په حل کې او د هیواد په پرمختګ کې د خلکو او ولس رول ډیر اړین  وباله . محترم سنګین  په هیواد کې د مخابراتي سکتور پرمختګ په هکله وویل چې  ۱۰ کاله پخوا مونږ ټیلفون نه درلود خو اوس ۹۰ سلنه خلک ټیلفوني خدمتونو ته لاسرسی لري  او د پاتې ۱۰ سلنې خلکو ستونزې به هم ډير ژر هوارې شي. ده وویل چې د مخابراتوپه  سکتور پانګه اچونې له سلو څخه تر دوه سوو زرو پورې خلکو ته د کار زمینه برابره کړیده او ددې مانا داده چې نن دوه سوه زره کورنۍ په اقتصادي لحاظ ددې سکتور لخوا حمایه کیږي.
ښاغلي سنګین د 3G خدمتونو په ګټو باندې هم خبرې وکړې چې افغانانو په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره ډیره ګټوره ټکنالوجۍ ده  او زیاته یې کړه چې  دا ټکنالوجي به په لوګر ولایت کې هم ډیر ژر پلې شي او ددې لپاره نوري فایبرډیر اړین دی. ښاغلي سنګین د افغان ټیلیکم د ټیلفوني خدمتونو د کیفیت په اړه وویل چې افغان ټیلیکم به ژر  GSM  او د 3G  خدمتونو لپاره تیار شي او د خدمتونو دپراخیدو او د کیفیت کچه به یې لوړه شي. ورپسې د ملي شورا غړیو، قومي مشرانو او لوګر ولایتي چارواکو خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د نوري فایبر او نورو مخابراتي زیربناوو ته به لا ښه پاملرنه کوي او ښه ګټه به ترې واخلي ورپسې د لوګر ولایت د خلکو او ولایتي چارواکو لخوا  محترم امیرزي سنګین ته د ښه کاراو بریالیتوب په وړاندې ستاینلک ورکړل شو. یاده دې وي چې ښاغلي سنګین په نوموړي سفر کې د لوګر ولایت او دکابل د چاراسیاب ولسوالي د مخابراتي تجهیزاتو څخه هم کتنه وکړه .