په هرات ښار کې ۱۲۰۰۰ زره لینداره ډیجیټل ټیلفوني دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او ټیلفوني شبکو د غزونې په لړ کې د هرات ښار د ۱۲۰۰۰ لین لرونکې ټیلفوني شبکې ډیجیټل دستګاه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د محترم وزیر امیرزي سنګین لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې له همدې امله د هرات په ښار کې جوړه شوې وه د هرات د محترم والي ډاکټر داود شاه سبا، د ولایتي شورا د غړیو او د هرات ولایت د خلکو د استازو په ګډون په هغه ولایت کې جوړه شوې وه، محترم سنګین د هرات ښاریانو ته د مخابراتي سکتور د ودې او پراختیا په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د نوموړې دستګاه په کارولو به د هرات ښاریانو۱۲۰۰۰زره کورنیو، موسسو او د تجارتي فعالیتونو لرونکوته چټک تیلفوني او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
ورپسې د هرات والي ډاکټر داود شاه سبا ددې ولایت د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې د وزارت هڅې یې وستایلې .د یادولو وړ ده چې د مخابراتو محترم وزیر ددغه سفر په ترڅ کې د نورې فایبر هغه پروژه چې شینډنډ له هرات ښار سره نښلوي هم پرانیستله. پاتې دې نه وي چې د مخابراتو محترم وزیر د  ولسمشر د ۴۵ ګڼې فرمان د پلي کیدو، د مخابراتي ستونزو د حل او د مخابراتي خدمتونو د لاپراختیا په موخه د نوموړي ولایت د کروخ او جبرییل ولسوالیو د شوراګانو له غړیو سربیره د یادو ولسوالیو له مخابراتي بنسټونو  څخه هم لیدنه وکړه .