د افغانستان دمخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) دهیواد دخپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه ونمانځله

۲۷/ ۵ / ۱۳۹۸

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې مشرتابه او کارکونکو د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید بلال هاشمي چې په دغه مراسمو کې یې خبرې کولې ټولو هیوادوالو د ګران هیواد افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې مبارکي ورکړه اودهیواد خپلواکي یې د ښاغلي امان الله خان د هلو ځلو پایله او ویاړ وبللو چې له نن څخه سل کاله وړاندې یې تر لاسه کړی دی.

د اترا ادارې د بورد غړې آغلې زرغونې جلالزوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په برخه کې د افغان ښځو له قهرمانیو یادونه وکړه او هغه یې وستایلې.

د اترا ادارې تخنیکي متخصص او د هیواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د سلمې کلیزې د نمانځنې کمیټې رئیس ښاغلي مطیع الله خروټي د خپلواکۍ جشن د نمانځلو  لپاره  د اترا ادارې لخوا د جوړې شوې کمیټې په استازیتوب په دې برخه کې د خپلو کړنو او ترتیباتو په هکله د محفل ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل.