د بدخشان ولایت د واخان او پامیر متنفذینو له اترا ادارې څخه د دغه ځای خلکو ته د ۲ مخابراتي پایو د منظورۍ له کبله مننه وکړه

ځايي متنفذینو د اترا ادارې له رهبرۍ عمر منصور انصاري سره په لیدنه کې وویل، د پامیرونو خلک په خورا محرومیت کې ژوند کوي او دا لومړی ځل دی چې د اترا اداره یې پاڼه اړوي او ورته له خپل مالي صندوق څخه دوه مخابراتي پایې منظور او نصبوي.

د اترا ادارې رهبرۍ عمر منصور انصاري وویل، محرومو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو غځول یې کاري لومړیتوب دی او پلان لري چې راتلونکي کې نږدې ۳۵۰ مخابراتي انتنونه د اترا له مالي صندوق څخه د هېواد ګوټ - ګوټ کې ودروي.