د اترا ادارې تخنیکي مرستیال او سرپرست یادې ادارې ته ور وپېژندل شو

ښاغلی عمر منصور انصاري د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د تخنیکي مرستیال او سرپرست رئیس په توګه د جمهوري ریاست د ارشد مشاور او د ماليې وزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر همایون قیومي لخوا وپېژندل شو.

ښاغلي قيومي په خپلو خبرو کې د اترا ادارې د تخنیکي مرستیال او سرپرست په توګه دښاغلي انصاري ټاکل کېدل ددې ادارې د پرمختګ لپاره یو لوی ګام یاد کړ او د مبارکۍ ویلو ترڅنګ يې په چارو کې ورته د کامیابۍ هيله وکړه.

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) نوي تخنیکي مرستیال او سرپرست ښاغلي عمر منصور انصاري په خپلو خبرو کې د جمهوري ریاست دعالي مقام له باوره مننه وکړه او د اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

دیادولو وړ ده، چې له دې مخکې ښاغلي انجنیر نقیب الله سیلاب ددې ادارې دتخنیکي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله،چې د نوموړي دکاري مودې په پوره کېدو سره ، ښاغلی عمر منصور انصاري د یادې ادارې د تخنیکي مرستیال او سرپرست په توګه وګمارل شو.