هاشمي: اترا د تر نورو لومړی د خپلو مقاماتو د شتمنۍ ثبت لړۍ بشپړوي

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د مالي او اداري چارو مرستیال سید بلال هاشمي د جمهوري ریاست د چارو ادارې په رهبرۍ د دولتي مقاماتو د شتمنۍ د ثبت په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

د اترا ادارې مالي او اداري مرستیال محترم بلال هاشمي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څار او تطبیق ریاست د مرستیال محمد رفیع پوپلزي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې وویل، اترا ادارې د خپلو مقاماتو د شتمنۍ د ثبت لړۍ چټکه کړېده.

محترم سید بلال هاشمي وویل، اترا د خپلو مقاماتو د شتمنۍ د ثبت بهیر۸۰ سلنه تکمیل کړی او په لږ وخت کې به تر نورو وړاندې د خپلو ټولو مقاماتو د شتمنۍ سل سلنه راپور جمهوري ریاست ته ورکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د فساد د مخنیوي په خاطر د خپلو ټولو دولتي مقام د شتمنۍ د ثبت لړۍ پیل کړې ده.

په دې اړه د چارو ادارې نننۍ ناسته کې د ګڼو وزارتونو استازو ګډون کړی و او لارښوونه وشوه چې ټولې ادارې باید په لسو ورځو کې دننه د خپلو مقاماتو د شتمنۍ راپورونه ور وسپاري.